کوزه پښتونخوا کې د مېرمن قمرګل د فاتحې مراسم

کوزه پښتونخوا کې د مېرمن قمرګل د فاتحې مراسم


  • 2 کاله دمخه (11/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 783

په کوزه پښتونخوا کې د هنرمندانو یوې ټولنې د مېرمن قمرګل د فاتحې مراسم پیل کړي.

یاد مراسم نن له یوې بجې پیل او تر پنځو بجو پورې به دوام وکړي.

له سیمې یو هنرمند اصف خلیلي سمسور نیوز ته ویلي چې په دې مراسمو کې د پښتونخوا وتلي هنرمندان برخه لري.

مېرمن قمر ګل د لېندۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د کاناډا د ټورنټو په یو روغتو ن کې ساه ورکړه.

د هېواد وتلو هنرمندانو د هغې مړینه د پښتو د ادب لپاره یوه ستره ضایع بللې.

هنرمند هارون باچا ویلي، د قمرګلې له سندرو د ده په شمول د پښتو ټولو هنرمندانو الهام اخیستی دی.

هغې د خپلو سندرو له کبله د افغانستان د بلبلې لقب هم ګټلی وو.