د چشم نیوز په نامه رسنۍ د افغانستان لپاره فعالیت پیل کړ

د چشم نیوز په نامه رسنۍ د افغانستان لپاره فعالیت پیل کړ


  • 1 کال دمخه (12/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 591

سمسور نیوز (۲۱لېندۍ۱۴۰۱) د چشم نیوز په نوم یوې نوې رسنۍ د افغانستان مسائلو لپاره پر فعالیت پیل وکړ. 

د چشم نیوز له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا رسنۍ د اریانا تلویزیون د پخواني مسوول مدیر شریف حسنیار په مشرۍ په افغانستان، اروپا او امریکا کې د مېشتو یو شمېر افغان ژورنالستانو لخوا جوړه شوې ده. 

د دې رسنۍ مرکز په ناروې کې ده. 

چشم نیوز په پښتو، دري او انګلیسي ژبو فعالیت کوي. 

چشم نیوز وایي، دوی د بیان ازادۍ، ټولنیز عدالت، بشري حقوق، ښځو حقوق ، د قانون حاکمیت او مدني ارزښتونو ته ژمن دي.