دا-ع.ش ډلې د کابل په شهرنو کې  پر یو هوټل د برید مسوولیت منلی

دا-ع.ش ډلې د کابل په شهرنو کې پر یو هوټل د برید مسوولیت منلی


  • 1 کال دمخه (13/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 836

دا.ع./ش څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره ورځ یې په کابل کې پر هغه هوټل برید کړی چې چینایان میلمانه په کې اوسېدل.

په اعلامیه کې راغلي چې غړو یې په هوټل کې د ننه دروازې په چاودېدونکو موادو چولي او په مېلمنو یې برید کړی.

په همدې حال کې تېره شپه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په شهرنو کې پر یو هوټل برید د دریو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د هغه په خبره په دې برید کې د هوټل بهرنیو مېلمنو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی او یوازې دوه تنه بهرني وګړي هغه مهال ټپیان شوي چې ځانونه یې له  منزلونو را غورځولي وو.

که څه هم مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرني وګړي څوک دي، خو د « سوت چینا مارنینګ پوسټ» په نوم یوې رسنۍ لیکلي چې برید د «لونګان» په نوم پر هغه هوټل شوی چې چینايي سوداګر په کې اوسېدل.

بل لورته په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پېښې له ځایه ورته د ۳ تنو مړي او ۲۱ ټپیان ور وړل شوي دي.