چین کابل کې پر چینایي وګړو وسله وال برید تائید کړ

چین کابل کې پر چینایي وګړو وسله وال برید تائید کړ


  • 2 کاله دمخه (13/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 857

سمسور نیوز (۲۲لېندۍ۱۴۰۱) چین ومنله، چې په کابل کې د چینایي وګړو په یوه هستوګونځي وسله‌وال برید شوی. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تېره ورځ په کابل کې پر یوه هوټل د وسله والو کسانو په برید کې پنځه چنایي وګړي ژوبل شوي دي. 

اعلامیه کې پر چینایي وګړو برید سخت خوشینونکی بللی شوی او ویل شوي، چې دغه هېواد یې لړزولی.  

داعش ډلې ادعا کړې، چې تېره ورځ یې په کابل کې پر هغه هوټل برید کړی، چې چینايي وګړي په کې اوسېدل. 

تر دې مخکې بیا د ا ا ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو چې په شهرنو کې پر یو هوټل برید کې بهرنیو مېلمنو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی؛ خو یوازې دوه تنه بهرني وګړي ټپیان شوي دي. 

بل لورته په کابل کې د ایمرجنسي روغتون خبر ورکړی، چې د پېښې له ځایه ورته د ۳ تنو مړي او ۲۱ ټپیان ور وړل شوي دي.