محرابي: راتلونکې میاشت د نویو افغان بانک‌نوټونو بله کڅوړه کابل ته رارسېږي

محرابي: راتلونکې میاشت د نویو افغان بانک‌نوټونو بله کڅوړه کابل ته رارسېږي


  • 2 کاله دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 729

سمسور نیوز (۲۳لېندۍ۱۴۰۱) د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وایي، د افغانیو بانک‌نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راورسېږي. 

ښاغلی محرابي وايي، نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته داخل شي او دغه بانک‌نوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي.

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، زړو بانک‌نوټونو یې ستونزې زیاتې کړې دي.  

دوی له ا.ا څخه غواړي، چې نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه بازار ته راوباسي.

بل‌خوا د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي په دې باور دي، چې د تازه چاپ شویو بانک‌نوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي. 

تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلي وو، چې یو نیم میلیارډ نوي چاپ شوي بانکنوټونه افغانستان ته رارسېدلي دي.