چین: زموږ وګړي دې ژر تر ژره له افغانستان را ووځي

چین: زموږ وګړي دې ژر تر ژره له افغانستان را ووځي


  • 1 کال دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 710

د کابل په شهرنو کې پر یو هوټل له برید وروسته، چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند «وانګ ونبین» تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې چینايي وګړي دې له افغانستان څخه ژر تر ژره راووځي.

ونبین دغه راز له اسلامي امارت غوښتي چې د چینايي وګړو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د دغه برید په اړه دې هر اړخېزې څېړنې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په یاد برید کې پنځه چینايي وګړي ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په کور دننه د بهرنیو وګړو او د یپلوماتیکو ځایونو د امنیت ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل شهرنو پر هغه هوټل برید ترسره شو چې چینايي وګړي په کې اوسېدل.

د یاد برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.