مصطفی میرسلیم: هر لاریون کوونکی باید تر نیول کېدو وروسته اعدام شي

مصطفی میرسلیم: هر لاریون کوونکی باید تر نیول کېدو وروسته اعدام شي


  • 2 کاله دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 634

 

سمسور نیوز (۲۳لېندۍ۱۴۰۱) د ایران د ولسي جرګې غړی، مصطفی میرسلیم وایي، ایران کې باید د حکومت ضد لاریون کوونکي تر له نیول کېدو وروسته په دار وځړول شي.

نوموړي ایران کې وروستیو لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې هر لاریون کوونکی باید له نیول کېدو ۵ تر ۱۰ ورځو پورې اعدام شي. 

نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ایران حکومت تېره پنج شنبه د محسن شکاري په نوم یو تن د روانو اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو پر یوه غړي، د برید په تور په تړاو په دار وځړاوه. 

ایران تر شکاري مخکې د دوشنبې په ورځ یو بل لاریون کوونکی مجید رضا رهنورد د دوو امنیتي سرتېرو د وژلو په تور هم اعدام کړی و. 

دغه لاریونونه درې میاشتې مخکې وروسته له هغې پیل شول، چې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني د پولیسو په بند‌ خونه کې ساه ورکړه.

دغه کردي الاصله ایرانۍ په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.