د روسیې تازه بریدونو کې د اوکراین پر لویو ښارونو برېښنا پرې شوې

د روسیې تازه بریدونو کې د اوکراین پر لویو ښارونو برېښنا پرې شوې


  • 2 کاله دمخه (16/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 681

سمسور نیوز (۲۵لېندۍ۱۴۰۱) د روسیې له لوري په اوکراین کې د درنو چاودنو له امله د ځینو لویو ښارونو برېښنا او د اوبو رسولو شبکې له کاره لوېدلې دي. 

فرانس پرس راپور ورکړی، چې د اوکراین په جنوبي ښار «کریوی ریګ» کې هم مزایل لګېدلي، چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي دي.  

بل خوا د لوی ښار، خارکیف ښاروال هم ویلي، چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي او پر دې سربېره «پولتاوا او کریمینچوک» مرکزي ښارونو کې هم برېښنا نشته. 

د راپور له مخې، د اوکراین پلازمېنې کیف په ځینو برخو کې هم توغندي لګېدلي چې له امله یې ترانسپورتي شبکو کار بند کړی دی.  

روسیې دا بریدونه داسې مهال کړي، چې امریکا اوکراین ته د هوايي دفاع پرمختللو مزایلو «پیټریټ» د ورکولو اقدام کړی؛ خو مسکو ویلي، د امریکا د کار به پاروونکی اقدام وبلل شي او روسیه به سخت غبرګون وښيي.