ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو وار بیا اوسني حکومت ته ورنه‌ کړه

ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو وار بیا اوسني حکومت ته ورنه‌ کړه


  • 2 کاله دمخه (17/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 905

سمسور نیوز (۲۶لېندۍ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په غوڅ اکثریت سره دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه ‌کړه. 

ملګرو ملتونو په دې اړه د افغانستان د سرپرست حکومت غوښتنې په ردولو سره پرېکړه وکړه، چې څوکۍ به له اوسني استازي سره وي چې د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني په واکمنۍ کې دغه سازمان ته ورپېژندل شوی و. 

ملګرو ملتونو د افغانستان ترڅنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړه. 

د راپورونو پر اساس، د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۳ غړو پرېکړه په دې معنی ده، چې نصیراحمد فایق به د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.  

سرپرست حکومت واک ته تر رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غوښتنه کړې او دې څوکۍ لپاره یې د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ټاکلی دی.