احمد شکېب: د سرحدي ستونزو د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه شوه

احمد شکېب: د سرحدي ستونزو د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه شوه


  • 1 کال دمخه (18/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 725

سمسور نیوز (۲۷لېندۍ۱۴۰۱) په پاکستان کې افغان شارژدافیر سردار احمد شکېب وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.  

سردار احمد شکیب ویلي، له دې وروسته به په فرضي کرښه هر ډول ستونزې د دې کمېټې لخوا څېړل کېږي.  

نوموړي د پاکستان په بندخونو کې د افغانانو زنداني‌کېدو ته په اشارې ویلي، چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې پیل کړې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار په سپین‌بولدک – چمن سیمه کې سرحدي نښتې زیاتې شوې، چې په کې د پولې دواړو غاړو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.