سمسور نیوز (۲۹لېندۍ۱۴۰۱) د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته تللی او د دغه ولايت له چارواکو سره يې د سپین بولدک - چمن پر وروستیو شخړو خبرې کړې دي.
د کندهار ولایت مقام له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پاکستاني پلاوي له چمن سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې دا چاره د دواړو غاړو پر زيان ده.
خبر پاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوي په یاده ناسته کې ویلي، چې دوی د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی.
پاکستانی پلاوی داسې مهال د ا.ا له چارواکو سره د خبرو لپاره کندهار ته تللی، چې تېره اوونۍ په سپین بولدک کې له پاکستان سره پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړې وشوې، چې دواړو لوریو ته په کې تلفات واوښتل.