سمسور نیوز (۱مرغومې۱۴۰۱) سیمهییز مسؤلین خبر ورکوي، چې پکتیا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د امنیه قومانداني ویاند عبدالباري منیب ویلي، چې پرون مازدیګر مهال د پکتيا ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د ګردېز - خوست پر لويه لار يو بکسه موټر د سړک غاړې له دېوال سره ټکر کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.
نوموړي ویلي، ټپيان د درملنې په موخه د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه ډېرې شوې، چې له امله د نارینهوو په ګډون ښځې او ماشومان هم ژوند له لاسه ورکوي.