زلینسکي د امریکا ګانګریس ته: اوکراین سره ستاسې مرسته خیرات نه ده

زلینسکي د امریکا ګانګریس ته: اوکراین سره ستاسې مرسته خیرات نه ده


  • 2 کاله دمخه (22/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 748

سمسور نیوز (۱مرغومی۱۴۰۱) د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د امريکا کانګريس ته ويلي، د خيرات په توګه له دوی مرسته نه غواړي.

هغه ويلي، له اوکراين سره کېدونکې مرستې خيرات نه دي، بلکې پر نړيوال امنيت او ډيموکراسۍ پانګونه ده، چې کيیف يې په مسوولانه توګه پر مخ وړي. 

د اوکراين ولسمشر، چې د واشنګټن پر سفر بوخت دی، کانګريس ته تر وينا مخکې له خپل امريکايي سيال جوبايډن سره هم وکتل. 

هغه وويل، چې له روسيې سره به نه جوړجاړي ته غاړه کېږدي او نه به ورته تسليم شي. 

ده وويل، چې اوکراين ته نه يوازې دا چې د سولې، حاکميت، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتل مهم دي، د روسيې له لوري د ور اوښتې خسارې او زيانونو تاوان هم غواړي.