ژباړن: شهزاد ایوبي
د طالبانو له لوري د ښځینه پوهنتونو او تعلیمي مرکزونو د بندولو په غبرګون کې د الاهز د ستر امام پيغام
الازهر د افغانستان د واکمنو له لوري د ښځو د پوهنتون د تعلیم د مخنیوي د پرېکړې په اړه متاسف دی، ځکه دا پرېکړه له اسلامي شریعت سره په تضاد او له زانګو نیولې تر قبر پورې د ښځو او نارینهو د علم ترلاسه کولو له واضح دعوت سره په ټکر کې ده.
الازهر دا تائیدوي چې د علم دې دعوت د اسلام د علمي او سیاسي تاریخ په لړ کې، په ښځينه نوابغو کې قوي ذهنونه را پيدا کړي او هغه اوس هم د هر هغه مومن لپاره ویاړ دی چې د زړه له اخلاصه د الله (ج) ، هغه د رسول (ص) او شریعت اطاعت کوي.
چا چې دا پرېکړه کړې، دا څنګه امکان لري چې هغوی دې په هغو دوه زره احادیثو سترګې پټې کړي چې د اهل سنتو له معتبرې مرجع، د رسول الله (ص) له مېرمنې او د مومنانو له مور حضرت عایشه (رض) رانقل شوي دي.
دلته به دا بس وي چې د دې پرېکړې د صادرونکو پام په تهذیب او التهذیب کې د صحیح بخاري د لوی مسفر امام ابن حجر قول ته را واړوو. که چېرې هغوی نه پوهېږي، نو امام ابن حجر د پېغمبر (ص) په صحابه و او تابعینو د نږدې یو سل او دېرشو ښځينه راویانو، فقیه و، مورخینو او لیکوالو یادونه کړې ده. په دې کې فاطمه الزهره، عایشه، حفصه، عمره، ام الدرداء، الشفاء، بنت عبدالله، حفصه بنت سیرین، فاطمه بنت المنذر او کریمه المروزیه (رض) (د امام بخاري او بیبه الهرثمیه لپاره په راویانو) کې شاملې دي.
په دې مشهورو څهرو کې تقریباً ۴۵۰ مېرمنې د زینب العملي (متوفی ۱۳۳۲هـ) په «مجمع النساء» کې ذکر شوي چې په شرعي علومو، ژبه او ادب کې یې درجه لرله. د عمر رضا کحاله په «عالم النساء» کې د نورو ښځو یادونه هم شوې ده.
په ویاړ پرې ټينګارکول خو پرېږده، چې دا د مسلمانو او نامسلمانو وجدان ته ټکان ورکونکې پرېکړه باید د هېڅ مسلمان له لوري [اصلاً] شوې نه وای. زه په صراحت دا پرېکړه ځکه رد کوم چې د اسلام استازیتوب نه کوي، بلکې دا د هغه کتاب یعنې قرآن کریم له دعوت سره سراسر په تضاد کې ده، چې د علم او عقل کلمې په کې له خپلو ټولو مشتقاتو سره تر سل ځله زیاتې تکرار شوې دي. زه خپله اعلامیه په دوو ټکو پای ته رسوم:
لومړی، زه مسلمانانو او غیرمسلمانو ته خبرداری ورکوم چې دا اتهام ونه مني چې [وایي] د ښځو د تعیلم بندیز د اسلام له لوري منل شوی دی. اسلام اصلاً د دې بندیز کلکه غندنه کوي، ځکه دا له هغو قانوني حقونو سره په ټکر کې دی چې اسلام یې ښځو او نارینهو لپاره په مساوي ډول تضمینوي، نو بل ډول ادعا کول د دې د دې ارزښتمن دین پر وړاندې له ځانه دروغ جوړول دي. اسلام هغه دین دی چې هر مسلمان، ښځې او نر ته د علم حاصلولو حکم کوي، لکه چې قرآن کریم کې فرمايي: «قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَؕ» ترجمه: آیا برابر دي هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي؟ (سوره الزمر، ۹ آیت). دا هغه دین دی چې د علماو هلو ځلو ته د قیامت په ورځ له شهادت سره مساوي درجه ورکوي.
دویم، زه د افغانستان پر واکمنو غږ کوم چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي، ځکه حقیقت د اطاعت ډېر مستحق دی. زه په ټولو خلکو هم دا غږ کوم چې دا تل یاد لرئ، [که موږ یې نافرماني وکړو] نو د قیامت په ورځ د به الله (ج) د عذاب په مقابل کې هېڅ شی هم زموږ په درد ونه خوري، که هغه شتمني وي، که واک وي او که لوړ موقف وي.