سمسور نیوز (۳مرغومی۱۴۰۱) د نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ له زده کړو د نجونو منع کولو غبرګون کې ویلي، چې دا پرېکړه هېڅ مذهبي او کلتوري توجیه نه لري.
ملالې پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز اندېښمنه کړې ده او دا یې په کلکه غندنه کوي.
نوموړې زیاته کړې، نړیوال دې د دې جنسیتي تبعیض پر وړاندې خپل غوصه څرګنده کړي.
هغې دغه راز د اسلامي نړۍ له عالمانو څخه هم غوښتي، چې د ا ا دغه پرېکړه ووننګوي.
د نجونو د زده کړو په اړه وروستۍ پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي او له ا ا غوښتل شوي، چې په دې تړاو دې بیا فکر وکړي.