د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې د نیول شویو لاریون کوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د بیان له ازادي او غونډو انکار د بشري حقونو د کړکېچ د زیاتوالي سبب کېږي.
هغه ویلي، چې د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو او د ټول لپاره د زده کړو د بهیر بیا پیلېدو غوښتونکی دی.
د یادونې وړ ده چې د نجونو پرمخ د پوهنتونو د تړل کېدو له پرېکړې وروسته، په کابل، ننګرهار، تخار کې لاریونونه وشول.
لاهم د بنټ غوښتنې ته اسلامي امارت کوم ځواب نه دی ورکړی.