سرپرست حکومت د سوداکرو او پانګوالو د تېر کلونو مالي جریمې معاف کړې

سرپرست حکومت د سوداکرو او پانګوالو د تېر کلونو مالي جریمې معاف کړې


  • 2 کاله دمخه (25/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 772

سمسور نیوز ( ۴مرغومی۱۴۰۱) د ریاست‌الوزرا اداري او دویم مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د سوداګرو او پانګوالو د تېرو کلونو د مالیاتي سرغړونو جریمې د دوی د هڅونې او د هېواد اقتصادي پرمختګ په موخه بښل شوي دي. 

عبدالسلام حنفي چې ارګ کې د «مالي جریمو معافیت د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ» په نوم غونډه کې خبرې کولې له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې خپلې مالیې پر ټاکلي وخت ادا کړي.

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دوه اړخیزه کمېسیون رامنځ ته کړي.