د بدخشان امنیه قوماندان په موټر بم برید کې ووژل شو

د بدخشان امنیه قوماندان په موټر بم برید کې ووژل شو


  • 1 کال دمخه (26/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 714

سمسور نیوز (۵مرغومی۱۴۰۱) د بدخشان ولایت پر امنیه قوماندان مولوي عبدالحق عمر موټر بم برید شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، دغه برید نن سهار شااوخوا اته بجې په فيض اباد ښار کې د بدخشان د امنيه قوماندان د کور مخې ته شوی دی. 

سرچینې ویلي، چې په برید کې امنیه قوماندان وژل شوی او څلور ساتوونکي یې ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره، ښايي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم زيات وي.  

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپيان د فيض اباد روغتون ته لېږدول شوي او امنيتي ځواکونه چا ته اجازه نه ورکوي، چې دغه روغتون ته ننوځي.  

تر اوسه امنیتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.