ریچارډ بینټ د وروستیو پرېکړو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د پلټنو غوښتنه کړې

ریچارډ بینټ د وروستیو پرېکړو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د پلټنو غوښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (26/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 667

سمسور نیوز (۵مرغومی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وايي، د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتي، چې له ښځو سره د جنسیت له مخې د ا.ا د چلند او ځورونې په اړه غور وکړي.

بینیټ ویلي، پر ښځو او نجونو باندې د ا.ا بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او خبرداری یې ورکړی، چې دغه موضوع په جدي ډول تعقیبوي.   

ده زیاته کړې، وروستیو پرېکړو ته په غبرګون کې د مختلفو خواوو له لوري په دې فکر کېږي، چې څه ډول اقدام باید وشي. 

نوموړي ویلي، پر ا.ا یې غږ کړی چې بشري حقونو ته پام وړکړي او د نجونو پر زده کړه او کار د بندیز پرېکړې بېرته واخلي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ د یو مکتوب له لارې ښځې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې.