له امریکا وروسته؛ سعودي هم خپلو وګړو ته پاکستان کې امنیتي خبرداری ورکړی

له امریکا وروسته؛ سعودي هم خپلو وګړو ته پاکستان کې امنیتي خبرداری ورکړی


  • 2 کاله دمخه (27/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 670

دپاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ګواښونو ډېرېدو له کبله، تازه سعودي عربستان په دغه هېواد کې خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړی.

اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت په دغه هېواد کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې له غیر ضروري سفرونو او بهر ته تګ څخه دې ډډه وکړي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پاکستان کې امنیتي وضعیت سخت شوي او سعودي وګړي دې له احتیاط څخه کار واخلي.

سعودي عربستان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د امریکا سفارت هم خپل کار کوونکي له رسمي سفرونو پرته بهرته له تګ څخه منع کړي وو.

باید یاده شي چې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.