ګوترېش: د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه د نه منلو وړ ده

ګوترېش: د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه د نه منلو وړ ده


  • 2 کاله دمخه (28/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 743

سمسور نیوز (۷مرغومی۱۴۰۱) ملګرو ملتونو په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د مېرمنو د کار بندیز پرېکړه د منلو نه ده او دا یې له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.   

ګوترېش د ښځو پر کار د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه کړې ده.   

هغه ویلي، چې د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشه کولو کړنې د افغانانو د ناهیلۍ سبب ګرځي. 

بل خوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم ویلي، چې ا ا د افغانانو او په ټوله کې د نړیوالو د تمو خلاف عمل کوي.

دې شورا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندېدو او د مېرمنو د کار بندیز په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.