سمسور نیوز (۷مرغومی۱۴۰۱) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې پر هغو هېوادونو او شرکتونو د تېلو پلور بندوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو پر بیو د لویدیځ له لوري ټاکل شوی حد پلی کوي.
د پوتین دا پرېکړه به را روانې فبرورۍ میاشت کې عملي شي.
د روسیې پر تېلو د پلور بندیز د اروپايي ټولنې، اوو هېوادونو او استرالیا لخوا شوې هوکړه کې د دېسمبر له پنځمې نېټې د تطبیق وړ ګرځېدلې ده.
دغو هېوادونو د روسیې د یو بیرل خامو تېلو بیه ۶۰ ډالره ټاکلې ده.
اوسمال په نړۍ کې د یو بیرل تېلو بیه شاوخوا ۸۰ ډالره ده، چې دا کچه په تېره مارچ میاشت کې ۱۲۰ ته ختلې وه.