د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل کابل ته راځي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل کابل ته راځي


  • 1 کال دمخه (30/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 646

په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول مارتین ګریفیتس له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا سفر به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه  ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي.

د یادونې ده چې یو شمېر خیریه بنسټونو لکه سیف د چیلډرن، پاملرنه ، د ناروې د مهاجرینو شورا او د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اسلامي امارت د دغه اقدام په غبرګون کې خپل فعالیتونه درولي دي.