د ماشومانو د ژرغورنې مؤسسې له خدمتونو؛ ۷۰ زره ماشومان بې برخې شول

د ماشومانو د ژرغورنې مؤسسې له خدمتونو؛ ۷۰ زره ماشومان بې برخې شول


  • 1 کال دمخه (30/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 800

د ماشومانو د ساتنې سازمان  سیف دی چیلډرن  چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه درولي وایي، تر ۷۰ زره زیات خوارځواکي ماشومان او ۳۰ زره ښځې یې تر درملنې او پالنې لاندې وې.

یادې ادارې  په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې یې  دڅه باندې  ۷۳ زره خوارځواکو ماشومانو درملنه کوله او زیاتوي چې ۳۰ زره مېرمنې د دوی د ګرځنده کلینیکونو تر مستقیمې څارنې لاندې وې.

ياد سازمان زياتوي د دغې ادارې په پرمختګ کې د ښځو حضور اړین دى او د دې ادارې د ۵۷۰۰ کارکوونکو له ډلې څخه ۲۴۹۰ تنه یې ښځې دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان چې په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د ښوونې ، روزنې او روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې کار کوي، ټینګار کوي چې ښځو د پوهنې، نرسنګ، طب، مشاورې او په مالي او امنیتي برخو کې یې له دوی سره کار کاوه او  په مرسته يې دوی کولای شي د بېلا بېلو سیمو اړمنو ښځو ته لاس‌رسی پیدا کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف د چلدرن) یو لوی نا دولتي سازمان دی چې له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.