اروپایي ټولنه: د مېرمنو له شتون پرته، افغانستان سره مرستې نه کوو

اروپایي ټولنه: د مېرمنو له شتون پرته، افغانستان سره مرستې نه کوو


  • 2 کاله دمخه (31/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 804

اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره بشري مرستې یوازې په خپلواکه او بې پرې ډول دوام پیدا کولای شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رفاله اوډیسي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره د ښځينه وو شتون اړین دی.

د هغې په وینا، د ښځو له شتون ټولو ته بشري مرستې رسول ناشوني دي.

اروپايي ټولنه یادې څرګندونې پّ داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د امريکا او بريتانيا په ګډون د ١٢ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له اروپايي ټولنې سره په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز لګولو پرېکړه دې لغوه کړي.

دغه اعلامیه د امریکا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویس، بریتانیا، نېډرلنډزد بهرنيو چارو وزيرانو او اروپايي ټولنې له خوا خپره شوې ده.