د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړي صندوق له یاد صندوق سره د چک جمهوریت د مرستې خبر ورکړی.
دغه صندوق تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې د چک جمهوریت له مرستې مننه کړې، خو د دغې مرستې اندازه یې نه ده په ډاګه کړې.
یادې ادارې ویلي چې په دې مرستې سره به د ژمي په شپو او ورځو کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو په همکارۍ افغان وګړو ته د اساسي بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره اقدام وشي.
د چک جمهوریت په داسې حال کې د افغانستان لپاره د مرستو له صندوق سره مرسته کوي چې اوس مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.