د صنعت او سوداګري وزارت: افغانستان ته د روسیې د ګازو صادرولو پرېکړې هرکلی کوو

د صنعت او سوداګري وزارت: افغانستان ته د روسیې د ګازو صادرولو پرېکړې هرکلی کوو


  • 2 کاله دمخه (01/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 728

د صنعت او سوداګرۍ وزارت افغانستان او جنوبي اسیا ته د روسیې له لوري د ګازو د صادرولو د پرېکړې هرکلی کړی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول پرېکړه افغانستان او سیمې هېوادونو په ګټه ده.

په خبر پاڼه کې راغلي، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پر ټینګولو باور لري او د پخوا په پرتله یې دې برخې ته زیاته زمینه برابره کړې ده.

تېره اوونۍ د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ټاس خبري اژانس ته ویلي وو چې روسیه کولای شي د اوږدې مودې لپاره د منځنۍ اسیا او یا ایران له لارې افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر دې وړاندې له روسیې سره د سون او خوراکي توکو قراردادونه کړي دي.