د میرمن کلتوری ـ ټولنیر بهیردشپیتمې اوونیزې غونډې رپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • راحله نوري
  • 1424

د میرمن بهیراوونیزه غونډه د ۱۳۸۷لمریز کال د تلې په 11مه نیټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د  گڼ شمیر خویندو په ګډون تر  سره شوه غونډه د تل په شان د تیرې غونډې درپوټ په لوستلو پیل شوه ورپسی د بهیر پر کاری مسایلو خبرې وشوې چې یو له هغه څخه د ځلا په نوم د میرمن بهیر د مجلې چاپول وه چی د چاپ چاره یې د صمیم ټولنې پر غاړه اخیستې وه خو سربیره پردی چی ټول مواد یی اماده دی مگر تر اوسه لا چاپ شوې نده او پدی برخه کې آغلی اوږۍ امیل او اغلی صحابې ته دنده ورکړ شوه چې د صمیم ټولنی سره په دی اړه خبری وکړي،
همدا راز د بهیر له ټولو غړو څخه هیله وشوه تر څو  میرمن بهیرسایټ ته مواد راولیږي او د بهیرد څانګو د مسولینو سره هم خبری وشوې تر څو د بهیر د څانګو سره ارتباط ونیسی او هره اوونی د هغوی د فعالیتونو په اړه معلومات واخلی او له دوی سره همکاری ولری،دغه راز د میرمنو دشعرونو دګډې شعري ټولګې دچاپ دبهیر په اړه رپوټ وړاندې شو، آغلې ساهرې شریف ته دنده وسپارل شوه چې دکتاب دچاپ پړاوونه بشپړ او راتلونکې غونډې ته رپوټ ورکړي.
ورپسې په پښتو نړیوال کنفرانس کې دمیرمنو او دمیرمن بهیر دغړو دفعال ګډون په اړه خبرې وشوې ، وپتییل شوه چې دمیرمن بهیر ټولې حاضرې او غیر حاضرې غړې باید دپښتو نړیوال کنفرانس دسکشنونو په کار کې فعاله برخه واخلي او دافغان میرمنو ښه استازیتوب وکړي.
داځل په غونډه کې دوخت دکموالي او کاري مسایلو دزیاتوالي له کبله کره کتنه ونه شوه
او د مشاعری په برخه کې د غونډی ګډونوالو(سویتا میرزاده،ساهره شریف،ګلالی امرخیل، جمیله صافی، پاریسه خزان،تورپیکۍ وردک، ښکلا،اوږۍ امیل،نظیفه نیازی،ګل مینه یوسفزۍ، صالحه سروری،صحابه خروټې، رابعه شیرزی،مینه وردک،وریښمینه سعادت،سوله نیازی،آریا حافط) په خپل وار سره شعرونه ولوستل او د غونډی په پای کې د کیسه ډایجست مجلی یوه یوه ګڼه د مجلې دمرستیالې زاحلې نوري له خوا دمیرمن بهیر پر ګډونوالو وویشل شوې او د پښتو نړیوال کنفرانس بلن لیکونه پر ګډونوالو وویشل شول او د اوونی خوش چانسه او بختوره نجلی آغلی(سویتا) دپچی په اساس وټاکل شوه او دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو ،په دې غونډه کې د (۴۰) په شاوخواکې نجونو او میرمنو ګډون کړی و.
غونډه د مازدیګر پر څلورو بجود مازیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده.    
  هيره دي نه وي  چي د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهني وزارت په شپږم پوړ كي جوړيږي.