امریکا: افغانستان کې د مېرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي

امریکا: افغانستان کې د مېرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي


  • 2 کاله دمخه (04/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 835

امریکا یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې په غیر دولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیز پر پرېکړې له سره غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډپرایس تېره ورځ په یو خبري کنفران کې ویلي چې د اسلامي امارت دا پرېکړه هغه میلیونونه افغانان له ستونزو سره مخ کوي چې ژوند یې د موسسو له مرستو پورې تړلی دی.

نوموړي ویلي چې د مېرمنو په مرسته شونې ده ترڅو ټولو اړمنو کسانو ته مرستې په سم ډول ورسیږي، نو له همدې کبله په موسساتو کې د مېرمنو کار ضروري دی.

نډپرایس دغه راز د بشري حقونو پر تامین او د یو داسې حکومت پر جوړولو ټینګار کړی چې د افغانانو استازولي وکړي.

هغه ویلي، لاهم اسلامي امارت په دې برخه کې له نړیوالو سره پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري هم ویلي چې په افغانستان کې له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو پر کار بندیز میلیونه افغانان له خطر سره مخ کولا شي.