مولوي کبیر: دیني او عصري زده‌کړې د هر افغان حق دی

مولوي کبیر: دیني او عصري زده‌کړې د هر افغان حق دی


  • 2 کاله دمخه (05/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 1004

سمسور نیوز (۱۵مرغومی۱۴۰۱) د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو ټول شرایط بشپړ کړي.  

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپاري. 

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړې د هر افغان حق بولي او د ښځو زده کړو او کار ته د اړینو مذهبي او فرهنګي شرایطو په رڼا کې کار کوي. 

هغه په نړیوالو غږ کړی، چې په دې اړه خپلې بۍ غرضه همکاري ونه سپموي. 

نوموړي دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او پدې اړه موجودې بې بنسټه دعوې ردوي.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهي او نه بل چاته د دې کار اجازه ورکوي.