ایران افغان نجونو ته تعلیمي بودجه پنځه برابره زیاته کړې ده

ایران افغان نجونو ته تعلیمي بودجه پنځه برابره زیاته کړې ده


  • 1 کال دمخه (05/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 812

سمسور نیوز (۱۵مرغومی۱۴۰۱) تهران پوهنتون اعلان کړی، غواړي له هغو افغان نجونو سره، چې له زدکړو بې برخې دي؛ مرستې وکړي. 

په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار له محدودیتونو لګولو وروسته تهران پوهنتون ویلي، چې د افغان محصلینو د تحصیلي بورسونو بودجه یې پنځه برابره زیاته کړې ده.

دوی، وايي له دې لارې غواړي د ډېرو نورو هغو افغان نجونو ملاتړ وکړي، چې له زدکړو بې برخې دي. 

د تهران پوهنتون د مدیره پلاوي آمر ويلي، چې اوسمهال په دغه پوهنتون کې ۴۷۹ افغان محصلين زده کړې کوي، چې ۱۴۰ يې نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له شااخوا یو نیم کال راهیسې افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کار منع شوې دي.