حکومت: هېڅ داسې شواهد نشته چې افغان خاوره دې د نورو پر ضد کارول شوې وي

حکومت: هېڅ داسې شواهد نشته چې افغان خاوره دې د نورو پر ضد کارول شوې وي


  • 1 کال دمخه (05/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 841

سمسور نیوز (۱۵مرغومی۱۴۰۱) سرپرست افغان حکومت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې کابل له نړۍ سره په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي چې هېڅ داسې سند او شواهد نشته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍ سره د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړی دی. 

هغه ویلي وو، چې ا.ا لا تر اوسه هم د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.