د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر، مولود چاووش اغلو سره په افغانستان کې د ښځو پر کار او زدهکړو د بندیز په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې راوستلو پر هڅو او همداراز د نجونو پر کار او زدهکړو د بندیز په اړه خبرې کړې دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مرستیال، مارکس پوتزل د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر، سراج الدین حقاني او د رییسالوزرا له مرستیال، عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.
یوناما د دې غونډې په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته په یوه ټویټ کې لیکلي چې په خیریه موسسو کې د افغان ښځو له کارکولو منع کول او له پوهنتونونو او ښوونځیو څخه د هغوی بېبرخې کول په افغانستان کې میلیونونه خلک زیانمن کړي او د حیاتي مرستو د رسولو مخه یې نارینه، ښځو او ماشومانو ته رسولې ده.