د ا.ا ویاند د پاکستان له زندانونو څخه د افغان بندیانو د راخوشې کېدو هرکلی کړی.
نوموړي تېره شپه ناوخته پرخپله ټوېترپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت په هڅو د پاکستاتن له لوري د افغان بندیانو راخوشې کول یو نیک اقدام دی،خو پاکستان باید نور د افغانانو له زنداني کولو ډډه وکړه، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نفرت سبب نه شي.
تېره ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی و چې د دوی په هڅو د پاکستان له زندانونو څخه ګڼ شمېر افغان بندیان ازاد شول.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل وايي چې د یادو کسانو د رالېږد لګښت په پاکستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ له لوري ورکول کېږي.
د یادو بندیانو د راخوشې کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې افغان کونسل ویلي وو چې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له ۱۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي.