د کډوالو لپاره د ناروې شورا عمومي سرمنشي کابل ته له راتګ وروسته د اوسني حکومت له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.
نوموړي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې دوی افغانانو ته مرستې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې رسوي، نو اسلامي امارت ته په کار ده چې په غیر دولتي موسسو کې مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي.
هغه دغه راز ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵۰ زرو افغانانو سره مرستې کړې او غواړي چې راتلونکي کې ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي.
په همدې حال کې د کډوالو سرپرست وزیر ویلي چې هڅه کوي د مېرمنو د کار او تعلیم لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي چې رامنځته شوې ستونزې تر شاه عوامل لري او په کار ده چې دا عوامل له منځه لاړ شي.
نوموړي ويلي، له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي.