اوکراین د خپلو ۶ سوه سرتېرو د وژلو ادعا رد کړه

اوکراین د خپلو ۶ سوه سرتېرو د وژلو ادعا رد کړه


  • 1 کال دمخه (09/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 754

اوکراییني چار واکو د روسیې هغه ادعا په کلکه رد کړې چې وايي، په یوه برید کې یې سلګونه اوکرایني پوځیان وژلي دي.

تر دې وړاندې مسکو ادعا کړې وه  چې په ختیځ ښار کراماتورڅک کې یې د "ډله ییزو توغندیو په برید  کې تر ۶۰۰ اوکراییني سرتیري وژلي‌.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې له ۶۰۰ زیات اوکراییني سرتېري یې پر هغو ودانیو د برید له کبله  وژلي چې اوکراییني سرتېري پکې د لنډ مهال لپاره ځای پر ځای شوي وو.

مسکو ویلي، چې له ۱۳۰۰ زیات اوکراییني سرتیري په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو.

دا بریدونه د سرتېرو د روزنې دوو مرکزونو ته نږدې شوي دي، او د دغو مرکزونو شمېرې هم ۲۸ او ۴۷ د هغو لیلیو له شمېرو سره سمون لري چې د روسیې له خوا وړاندې شوي دي.

روسي چارواکي وايي،‌ دا برید په ماکیفکا کې د هغه برید غچ دی چې ۸۹ روسي سرتیري پکې ووژل شول.