سره میاشت: د ۳۴ هغو ناروغانو درملنه کوو، چې په زړه سوري دي

سره میاشت: د ۳۴ هغو ناروغانو درملنه کوو، چې په زړه سوري دي


  • 2 کاله دمخه (09/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 790

افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ نور ناروغ ماشومان یې په کایل کې د  آریانا او فرانسویانو روغتونونو ته د عملیات او درملنې په هدف ور پېژندلي دي.

یادې ټولنې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دې ټولنې په تېرو څو میاشتو کې د زړونو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۴۲ ناروغ ماشومان ور پېژندلي.

سرې میاشتې ټولنه زیاتوي چې د سوري زړه په ناروغۍ د هر اخته ناروغ لګښت له ۲۱ زره  افغانیو څخه تر ۷۵ زره  افغانیو پوري دی، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم سرې میاشتې ټولنې په یادې ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په هدف له هېواد څخه بهر استول .