د جینوا کنفرانس کې پاکستان د ډالرو سوال کړی

د جینوا کنفرانس کې پاکستان د ډالرو سوال کړی


  • 1 کال دمخه (09/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 766

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، هېواد یې راتلونکو درې کلونه لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو څخه اته ملیارډ ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

شریف دغه څرګندونې نن له پاکستان سره د مرستو په اړه د جینوا کنفرانس ته په وینا کې وکړې.

په پاکستان کې وروستیو سیلابونو چې د اقلیم بدلون یې عامل بلل شوی، ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په دې سیلابونو کې لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان  وژل شوي  او شاوخوا اته ملیونه وګړي یې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي.

د راپورونو له‌مخې د دغو سېلابونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو د رغونې لپاره پاکستان څه باندې ۱۶ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې ورو ستیو کې د پراخو نا امنیو او سیاسي نا آرامیو له کبله له اقتصادي ځوړتیا سره مخ شوی دی.