د ایران په اړه د خبرو لپاره؛ د امریکا لوړ پوړی پلاوی اسرائیلو ته ځي

د ایران په اړه د خبرو لپاره؛ د امریکا لوړ پوړی پلاوی اسرائیلو ته ځي


  • 1 کال دمخه (10/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 663

د ایران له لوري اسرایئلو ته د پېښېدونکو ګواښونو پر سر د خبرو لپاره د امریکا د متحده ایالتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلېوان اسرایئلو ته ځي.

د رویټرز د خبر له مخې، نوموړي مکسیکو ته د بایډن د سفر پر  مهال ویلي چې دی به اسرائیلو ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له صدراعظم بنجامین نیتن‌یاهو او له یو شمېر نورو چارواکو سره په لیدنو کې د ایران په اړه خبرې وکړي.

هغه که څه هم د دې سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې د اسرائیلو له حکومت سره به د هغو ګواښونو په اړه ګډ کار وکړي چې دوی ته ورپېښېږي.

په همدې حال کې بنجامین نتین‌یاهو هم په بیت المقدس کې خبریالانو ته ویلي چې دی به له امریکايي لوري سره د ایران له لوري د راپېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي چې د بایډن اداره له ایران سره د اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو په هڅه کې ده؛ خو اسرایئل بیا د دې تړون خلاف دي.