د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان اوسنی حکومت دې پر خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان اوسنی حکومت دې پر خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي


  • 2 کاله دمخه (12/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 768

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا له اسلامي امارته  غوښتي چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د یاد سازمان  مشر حسین ابراهیم طه د دغه سازمان د مشرانو په پرونۍ ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ سره په همغږۍ د علماو دویم پلاوی افغانستان ته استوي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له زدکړو او کار څخه د مخنیوي او ټولنیز عدالت په ګډون د ښځو پر اساسي حقونو خبرې وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان ناسته پرون په جده کې د اسلامي امارت  لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

د دې سازمان  مشر وايي، دوی  په افغانستان کې وروستۍ ناخوالې څاري او  د خپل ځانګړي استازي په لاس یې د اسلامي امارت   چارواکو ته خپل پیغام استولی چې پکې د اسلام په رڼا کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه په خپلو تېرو ژمنو پوره کولو باندې ټینګار شوی دی. 

ابراهيم طه زیاتوي چې د دې مسئلې حل کول به د اسلامي امارت  او د دې سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د لا رغنده همکارۍ او نړۍ سره د اړیکو پراخولو دروازې پرانیزي.