کابل کې پرونۍ چاودنې غبرګونونه راپارولي

کابل کې پرونۍ چاودنې غبرګونونه راپارولي


  • 2 کاله دمخه (12/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 703

د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت مخې ته د چاودنې په اړه په خپره کړې اعلامیه کې و یلي چې د اسلامي امارت   دښمنان  په دا ډول کړنو سره نشي کولای چې د " اسلامي نظام" پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما  ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي د ناامنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نه ده."

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي دغه چاودنه غندلې او دغه پېښه یې  ترورستي بشر ضد او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر کرن ډېکر یاد برید غندلی او پوښتلي یې دي باید پوه شو چې دا برید ولې او څنګه وشو او د بل برید د مخنیوي لپاره به څه وړ لارې چارې غوره کړای شي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا بیا ویلي د هغه ترهګریز برید له کبله، چې زموږ افغان همکاران او د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي پکې وژل شوي ، د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم 

په کابل کې د ایران سفارت هم لیکلي، یاده پېښه چې یو شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شول غندي.

د اروپايي ټولنې استازي جوزیف بورېل ویلي اروپايي ټولنه دا برید په تر ټولو سختو ټکو غندي او زیاتوي دا ډول تاوتریخوالی د افغانانو هغه سخت کړاوونه لا پسې ډېروي چې دوی یې هره ورځ ګالي"

کابل کې د ایمرجنسي مشر سټېفانو سوزاویلي،  دا د ۲۰۲۳ کال لومړنی داسې برید دی چې په ډلییزه توګه خلک وژني نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې دوی ان په طعام خانه کې هم چپرکټونه ایښي دي. 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم داعش ډلې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همدا راز پر هغه هوټل برید منلی وو چې چینایان پکې مېشت وو.