د اسلامي همکاریو سازمان د پرېکړې په اړه د ا.ا غبرګون

د اسلامي همکاریو سازمان د پرېکړې په اړه د ا.ا غبرګون


  • 1 کال دمخه (13/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 664

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان د وروستی غونډې په غبرګون کې چې وړمه ورځ په جده کې تر سره شوه ویلي چې د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه یې له اعلامیې څخه هرکلی کوي.

مجاهد زیاتوي واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

نوموړی وایي د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ دي، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه رفع شي.

په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا له اسلامي امارته  غوښتي چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.