د ماشومانو د ملاتړ اداره: افغانستان کې یو شمېر فعالیتونه بیا پیلوو

د ماشومانو د ملاتړ اداره: افغانستان کې یو شمېر فعالیتونه بیا پیلوو


  • 1 کال دمخه (16/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 645

د ماشومانو د ژغورنې ادارې«سیف د چلډرن» خبر ورکړی چې په افغانستان کې خپل یو شمېر فعالیتونه بېرته پیلوي.

یادې  ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له شاوخوا درې اوونیو ځنډ وروسته به د خپلو یو شمېر ښځینه کارکوونکو په ملتیا خپلې چارې بېرته پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره یې تر لیدنو وروسته د کار ډاډ ترلاسه کړی او له دې وروسته به خپلو یو شمېر کارونو ته دوام ورکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، روغتیا، د خوړو چمتو کول او ښوونیز فعالیتونه هغه برخې دې چې دوی به په کې بیرته فعالیت پیل کړي.

یادې ادارې زیاته کړې چې دا د دوی د کارونو خورا کوچنۍ برخه ده او ټولې چارې به هغه وخت پیلوي چې د ټولو ښځینه همکارانو د کار کولو ډاډ ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې په نادولتي موسسو کې د مېرمنو پرکار له بندیز وروسته، د دغې ادارې په ګډون ګڼ شمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.