سمسور نیوز (۳۰مرغومی۱۴۰۱) ځایي سرچینې وایي، په هرات ولایت کې د سختې يخنۍ له امله تر ۷۰ پورې د نيشه يي توکيو روږدي کسان مړه شوي دي.
د نيشه يي توکيو د معتادینو د یوه مرکز مسؤل نذیر احمد يوسفي له رسنيو سره په خبرو کې دغه ارقام تائید کړي دي.
د هغه په وينا، ښایي دا تلفات تر دې هم ډېر وي.
له دې سره همماله ځایي مسؤلینو ویلي، چې سلګونه معتادین یې له احتمالي مرګ څخه ژغورلي او خوندي سیمو ته لېږدولي دي.
د یادونې ده، چې په ټول هېواد کې د سختې یخنۍ له وجې د لسګونه تنو د مړينې او لسګونه زره څارویو د تلف کېدو خبرونه خپاره شوي دي.