سعودي عربستان له فلسطین سره د اړیکو له عادي کولو ډډه کړې

سعودي عربستان له فلسطین سره د اړیکو له عادي کولو ډډه کړې


  • 1 کال دمخه (21/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 700

سمسور نیوز (۱سلواغه۱۴۰۱) سعودي عربستان وايي، له فلسطین سره د ستونزې له هواري پرته له اسرائیلو سره اړیکې نه عادي کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته ویلي، د اړیکو ریښتیني عادي کول له فلسطین سره د اسرائیلو د ستونزې له هواري پورې تړلی دی. 

د فرانس پرس د خبر له مخې، نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په بیت المقدس کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلېوان سره په خبرو کې د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو خبرې کړې دي.

سعودي عربستان که څه هم د امریکا ملګری هېواد دی؛ خو د اسرائیلو له لوري د فلسطین د یو شمېر سیمو له اشغال وروسته یې د امریکا له دغه متحد هېواد سره د اړیکو له عادي کولو ډډه کړې.