پاکستان: افغانستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لرو

پاکستان: افغانستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لرو


  • 1 کال دمخه (21/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

سمسور نیوز (۱سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، هېواد یې له پولو بهر پوځي عملیاتو ته لېواله نه دی.

نوموړي د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د ترکیې اناتولي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دوی نه غواړي چې له یوې اوږدې جګړې وروسته، بله پوځي مداخله وکړي.

هغه دغه راز ویلي، اسلامي امارت باید په کور دننه د هر ډول ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او پاکستان په دې برخه کې ورسره همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي،  چې څه موده وړاندې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله خان ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، چې دوی به له ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړې هم د هغو کسانو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي، چې پاکستان ته ګواښ پېښوي.

د بلاول بوټو د وروستیو څرګندونو په اړه اسلامي امارت څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د یاد هېواد د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو، چې افغانستان بې څښتنه نه دی او هیچاته به د افغانستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو اجازه ور نه کړي.