ننګرهار کې بهر ته د زر ټنو قاچاق کېدوونکو لیتیمو مخه ونیول شوه

ننګرهار کې بهر ته د زر ټنو قاچاق کېدوونکو لیتیمو مخه ونیول شوه


  • 1 کال دمخه (21/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 750

سمسور نیوز (۱سلواغه۱۴۰۱) سیمه ییز مسؤلین وایي، په ننګرهار ولایت کې یې بهر ته د شااوخوا ۱۰۰۰ ټنو تخته پټ لیتیمو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یاد ولایت رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه لیتیم له کونړ او نورستان ولايتونو څخه راوړل شوي وو. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه لیتیم د کانونو او پټروليم وزارت او استخباراتو ریاست مسئولينو په همغږۍ نیول شوي دي. 

يادو ليتيمو د قاچاق په تور يو شمېر کورني او بهرني قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي. 

خبر پاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه ليتيم په ننګرهار کې د کانونو او پټروليم وزارت مسئولينو ته سپارل شوي دي. 

مسئولين وايي، چې ۷۰۰ ټنه تخته پټ ليتيم يې په کونړ کې مهرلاک کړي دي.