سور صلیب وایي،  افغانستان یې ته پاملرنه زیاته کړې

سور صلیب وایي، افغانستان یې ته پاملرنه زیاته کړې


  • 1 کال دمخه (22/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 664

سمسور نیوز (۲مرغومی۱۴۰۱) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر «ایلوا فیلیون» ویلي، اوس مهال یې د خدماتو د وړاندې کولو ټول تمرکز پر افغانستان دی.

نوموړي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، افغانستان تازه له جګړې راوتلی او دوی هڅه کوي، چې خپل زیات خدمات دلته ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا‌ء احمد تکل پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ایلوا فیلیون په دې لیدنه کې د خپلو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د حکومت له همکارۍ مننه کړې.

په همدې حال کې امیرخان متقي له نوموړي غوښتي، چې یاده کمېټه دې په افغانستان کې د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پیوند او د درملنې لپاره بهر ته د معلولینو په انتقال کې خپل خدمات پراخ کړي.

سره صلیب کمېټې تر دې وړاندې هم ویلي، چې په افغانستان کې به په هر ډول حالاتو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.