کابل او بیجینګ د بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې کړې

کابل او بیجینګ د بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (22/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

سمسور نیوز (۲مرغومی۱۴۰۱) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو له نوي وزیر چین ګانګ سره ټیلفوني خبرې کړې.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې ټیلفوني خبرو کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ او په افغانستان کې د چین پانګونې، امنيت او ثبات په تړاو بحثونه کړي دي.

امیرخان متقي چین په نړیوال او بهرني سیاست کې د افغانستان لپاره مهم بللی.

نوموړي په افغانستان کې د چینايي وګړو او شرکتونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی او چینايي لوری یې هڅولی، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور کې پانګونه او له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې چینايي لوري ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو اقتصادي او انکشافي اړیکو ته دوام ورکوي.

چین ګانګ دغه راز ویلي، چې له امیرخان متقي سره به په مناسب وخت کې ناسته هم ولري.

بل لورته چینايي رسنۍ « سي جي ټي ان» لیکلي، چې په دې خبرو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې نه دی او نه هم د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.