متقي ازبکستان ته: له شوي تړون سره سمه برېښنا راکړئ

متقي ازبکستان ته: له شوي تړون سره سمه برېښنا راکړئ


  • 1 کال دمخه (22/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 556

سمسور نیوز (۲سلواغه۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، له ازبکستانه د شوي تړون پر اساس، افغانستان ته د برېښنا ورکړې غوښتنه کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه – چې وارداتي برېښنا ورکړل شوې–  د برېښنا له ډېرو پرچاویو شکایت لري.

د افغانستان برېښنا شرکت د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۱مه وویل چې له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.

خو مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د کرنیزو محصولاتو پراختیایي صندوق پرانېست‌ غونډه کې ویلي، هیله‌من دی چې ازبکستان پر خپلې هغې ژمنه ودرېږي، چې د افغانستان له برېښنا شرکت سره یې کړې او افغانستان ته به د هوکړې له مخې، څه باندې ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ورکوي. 

په ورته مهال، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې غونډه کې ویلي، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او یو ښه راتلونکی لري؛ خو کلک عزم، اراده او محنت غواړي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ دهېوادونو نظرونه د بدلون په حال کې دي، په دې وروستیو کې ګڼو هېوادونو د افغانستان په اړه خپل مثبت نظرونه وړاندې کړي.